IQNA

د  اسلامی هیوادونو مشران دې  دالاقصی  جومات دنجات لپاره راپورته شي

6:49 - January 05, 2023
د خبر لمبر: 3486705
ایکنا-(تهران)د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر  اسماعیل هنیه په الاقصی جومات دتیریو په وړاندې د صهیونیسټي رژيم  دنوي کابینې  دخطرناکو پلانونو په باب د اسلامی هیوادونو مشرانو ته خبرداری ورکړ.

ایکناخبری آژانس د العرب نیوز له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی د فتر مشر اسماعیل هینه د اسلامی او عربی هیوادونو  له مشرانو وغوښتل،د صهونیستي رژيم  د افراطي کابینې  دسیاستونو په وړاندې دې واضح او چورلټ  دریځ  غوره کړي څو د  اسلامی مقدساتو دبې احترامي او دیهودي کولو  او دغه راز د فلسطینیانو دحقوقو له چخڼي کولو لاس په سر شي  که داسې نه وي نو  حالات به تر نه کنټرولیدونکي حده ورسیږي.

 اسماعیل هنیه  په  دغه پیغام کې د الاقصی جومات دژغورلو  او ددغه مقدس جومات په ضد د قدس دنیواکګرو د سپيرو  پلانونو  او تیریو ددرولو لپاره دزغنده اوسملاسي  خوځښت  غوښته کړې ده .

داپه داسې حال کې دي چې د  ارتوډکس کلیسان سرت پادري  عطاا..حنا هم په الاقصی جومات د بین یامین نتن د کابینې د یوه افراطي وزیر  ایتمار بن ګویر تیری د اسرائیلی رژيم  په وسیله د بیت المقدس د   ویشلو او یوه محدود ځای باندې د بلولو د سیاستونو دوام وبالۀ او وې وئیل چې دغه چاره به ډیرې خطرناکې پایلې ولري چې  باید مخه ئې ونیول شي.  

https://iqna.ir/fa/news/4112302/%D8%B

captcha